د کندهار د (۱۸ او ۱۹ کلنو) د فوټبال د منتخب ټیم د جوړیدو په موخه چي کمي سیالۍ څو ورځي مخکي پیل سوي وي.
نن یک شنبه يي وروستی لوبه د احمدشاهي منتخب ټیم او عینو امید منتخب ټیم تر منځ تر سره سوه، لوبه ۲ پر ۱ د احمدشاهي په ګټه پای ته ورسیده .
یاد اقدام په کندهار کي د لومړي ځل لپآره د فیفا د سند لرونکو ټرینرانو له لوري پر مخ وړل کیږي.
پاته دي نه يی چي را روانه سه شنبه د ۱۹ کلنو د فوټبال منتخب ټیم اعلان سي او په چهار شنبه سهار وختی به خپله لومړنۍ تمرینه جلسه پیل کړي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر